عاجل خبرونه

طالبانو په بلخ کې د فاریاب د ځانګړې قطعې قومندان وژلی

(Last Updated On: December 8, 2019)

سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي؛ د فاریاب د ځانګړې قطعې قومندان محمد خان احمدي، چې د پلار د جنازې مراسمو لپاره د بلخ شولګرې ولسوالۍ ته تلی و؛ وسلوالو طالبانو وژلی دی.

د بلخ د شولګرې امنیه قومندان سید عارف اقبالي آریانا نیوز ته ویلي؛ د فاریاب ولایت د ځانګړې قطعې قومندان محمد خان احمدي له درې نورو کسانو سره تېره شپه د شولګرې په سیاه آب کلي کې د طالبانو لخوا پر مرمیو ویشتل شوی او دوه نور ملګري یې ژوندي نیول شوي دي.

بلخ په شمال ولایتونو کې له نسبې امنیته برخمن ولایت دی؛ خو په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال بودجه تصویب کړه

(Last Updated On: January 22, 2020)ولسي جرګه له ډېرو ناندریو وروسته بریالۍ شوه، چې د …