طالبانو د تخار ینګي قلعه او درقد ولسوالۍ ونیولې

(Last Updated On: September 10, 2019)

د تخار ولایت سیمه ییزو چارواکو د طالبانو لخوا د دغه ولایت د ینګي قلعه او درقد ولسوالیو نیول منلي دي.

د تخار والي ویاند محمد جواد هجري ویلي، چې امنیتي ځواکونو د ملکي زیانونو د مخنیوي لپاره له دې ولسوالۍ شاتګ کړی او د مرستندویو ځواکونو په رارسیدو به ژر تر ژره د دې ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات پیل شي.

هغه زیاته کړې، چې د دې ولسوالۍ په نښته کې د طالبانو د لایزري قطعې قومندان(امام الدین عثماني) له ۲۹ وسلوالو طالبانو سره وژل شوي او د سیمه ییزو پاڅونوالو پېنځه کسان ټپیان دي.

دغه راز د ولایتي شورا دوه غړیو هر یو عصمت الله قرباني او میر احمد قسیم منلي، چې د دې ولایت د درقد ولسوالي هم طالبانو نیولې او امنیتي ځواکونو ترې شاتګ کړی دی.

طالبانو د د دغو ولسوالیو نیول منلي او وایي، چې په دې  ولسوالیو کې طالبانو په ډېر شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.

د هېواد په شمال کې تخار ولایت یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې طالبان یې په لیرې پرتو ولسوالیو کې پراخې هڅې لري

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان فوتسال ۱۹ کلنو ښځینه لوبډله د جمعې پر ورځ له قرغزستان سره لوبیږي

(Last Updated On: January 19, 2020)د افغانستان فوتسال ښځینه ۱۹ کلنې لوبغاړې د منځني ختیځ …