عاجل خبرونه

طالبانو د سمنګان د ولایتي شورا غړی له تښتونې وروسته وژلی دی ـ سرچینې

(Last Updated On: August 25, 2019)

یو شمېر سرچینو څرګنده کړې، چې طالبانو د سمنګان ولایتي شورا غړی سیدحلیم آغا له تښتولو وروسته وژلی دی.

امنیتي سرچینې، چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي د پېښې پخلی کوي او وایي، چې طالبانو د سمنګان ولایتي شورا د غړي مړی د سمنګان – بغلان پر لویه لار پریښی دی.

دې سرچینې زیاته کړې؛ تر دې دمه له سید حلیم آغا سره مل د نورو څلور کسانو برخلیک، چې د پلخمري د دندغوري د طالبانو په بند کې دي؛ معلومات ندي ترلاسه شوي.   

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د سید حلیم آغا خپلوانو د نوموړي مړی سمنګان ولایت ته لیږدولی دی.

د سمنګان ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره ورځ د( وږي ۲) سید حلیم آغا او ورسره څلور نور کسان د بغلان ولایت د چشمه شیر له اړوند سیمې تښتولي وه.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

افغان حکومت درې مهم طالب بندیان خوشې کړل

(Last Updated On: November 12, 2019)ولسمشر غني په رسمي بڼه د افغانستان د امریکایي پوهنتون …