عاجل خبرونه

طالبانو په غزني کې له څلور تښتول شویو عامو وګړیو یو وژلی دی

(Last Updated On: June 9, 2019)

د غزني ولایتي شورا غړیو ویلي، چې وسلوالو طالبانو د دغه ولایت د چغتو ولسوالۍ د دره قیاق له اړوند سیمې څلور عام وګړي تښتولي او یو یې ترې وژلی دی.

د غزني ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي آریانا نیوز ته ویلي، چې دغه څلور کسان وسلوالو طالبانو له یادې درې تښتولي دي.

نوموړی زیاتوي؛ وژل شوی عام وګړی علی جاوید نومی محصل و، چې د وسلوالو طالبانو لخوا په یاده سیمه کې له موتره کښته کړای شوی او بیا یې وژلی دی؛ خو د درې نورو وګړیو په اړه بشپړ معلومات نشته.

دغه راز د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت هم له څلور تښتول شویو ملکي وګړیو څخه د یوه وژنه تائیدوي.

وسلوالو طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د خواف ـ هرات د ۴۳ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د غزولو تړون لاسلیک شو

(Last Updated On: December 12, 2019) د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ د لومړي …