طالبانو په فراه ولایت کې د بغلان والي درې ساتونکي وژلي

(Last Updated On: June 5, 2017)

وسلوالو  طالبانو د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ  کي د بغلان  والي دری ساتونکي او یو امنیتي سرتېری وژلي دي.

د فراه ولایت د بالابلوک ولسوال ملا سید محمد وایي، تېرماښام د بغلان د اوسني والي عبدالحی نعمتي درې ساتونکي او د لویې لار یو امنیتي سرتېری د وسلوالو طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ د بغلان والي ساتونکي وسلوالو د بالا بلوک په ولسوالۍ کې له ۳۰۳ موتر کښته کړي او پر ډزو یی وژلي دي.

هغه زیاتوي دا کسان کابل ته په یوه بس کی روان ول، چې د کنسک په سیمه کې پر ډزو وژل شوي دي. د بغلان اوسنی والي عبدالحی نعمتي د فراه ولایت اصلي اوسیدونکی دی او ساتونکي یې هم د دغه ولایت خلک ول، چې غوښتل یې کورته په رخصتۍ ولاړ شي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په مزار ښار کې د خصوصي مخابراتي شبکو دفترونه وتړل شول

(Last Updated On: July 22, 2019)د بلخ ولایت د سیمه ییزو چارواکو په سپارښتنه امنیتي …