عاجل خبرونه

طالبانو په فراه ښار کې د واده له مراسمو سندرغاړي تښتولي

(Last Updated On: April 26, 2019)

وسلوال طالبان تېره شپه د فراه ښار د چاربرجک په اړوند سیمه کې د واده مراسمو ته وردننه شوي او د سندرغاړو د ټنګ ټکور ټول سامان یې ورته سوځولی دی.

د فراه ولایتي شورا غړي داد الله قانع ویلي، چې طالبانو د واده د دغې نندارې سندرغاړي او د ټنګ ټکور ډله له ځان سره وړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه د دغو کسانو د برخلیک په اړه څه ندي ویل شوي.

طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د حیرتانو دوه لارې ته نږدې د راغورزیدلې چورلکې په پېښه کې ۸ کسان وژل شوي

(Last Updated On: October 15, 2019)چارواکو ویلي؛ نن مازیګر د ملي اردو یوه چورلکه د …