طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان او سره صلیب پر هڅو بندیز لګولی

(Last Updated On: April 11, 2019)

طالبانو (په ټول هېواد کې) د روغتیا نړیوال سازمان(WHO) او د سره صلیب نړیوال کمیتې(ICRC) پر هڅو بندیز لګولی دی.

طالبانو د پنجشنبې پر ورځ( د وري ۲۲) په يوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې یو شمېر نړیوالې ټولنې د امنیتي حالاتو له کبله خپلې هڅې سمې نشي تر سره کولی.

د طالبانو د څرګندونو له مخې؛ د دوی د پوځي چارو کمیسیون پرېکړه کړې، چې په ټول هېواد کې د دواړو ادارو پر فعالیتونو بندیز ولګوي او له دې وروسته به د دې ادارو د کار کوونکیو د امنیت تضمین هم نه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د واکسیناسیون د کمپاین په اړه شکونه رامنځته شوي او یادې ټولنې پخپلو هغو ژمنو هم ندي ولاړې، چې د خپلو فعالیتونو په اړه یې له طالبانو سره کړې وې.

د افغانستان حکومت او اړوند ادارو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

په غزني ښار کې د نوملیکنې ۲۴ مرکزونه بند دي

(Last Updated On: June 17, 2019)په غزني کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي، د …