عاجل خبرونه

طالبانو د رولا غني له دفتره لیږل شوې پیسې وسوځولې

(Last Updated On: March 26, 2019)

طالبانو په ننګرهار کې د هغو پيسو یوه برخه سوځولې، چې رولاغني دغه ولایت ته د ټاکنیز کمپاین لپاره استولې وې.

طالبانو پر دې کار غبرګون ښودلی او لسګونه روغتیايي مرکزونه یې تړلي دي.

طالبان وايي، دا پیسې د ولسمشر د میرمن رولاغني له دفترڅخه په مجهول ډول ننګرهار ولایت ته راستول شوي، چې په ټاکنیزو هڅو کې ولګول شي.

په ننګرهارکې د ځینو روغتیايي مرکزونو مسوولین وايي؛ موده مخکې د رولاغني له دفتر څخه ورته پيسې واستول شوې او ورته وویل شوه، چې تاسې به لدې پیسو څخه په ښاراو ولسوالیو کې هرې هغې ناروغې میرمنې ته، چې درځي، د تذکرې د کاپۍ په بدل کې پېنځه- پېنځه سوه افغانۍ ورکړئ او ورته به ووايئ، چې دا پیسې د ولسمشر د میرمنې ډالۍ ده.

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د زاوې روغتیایي مسوول داکتر ملنګ وایي، چې مونږ ته د ولسمشرۍ له لارې پیسې رالیږل شوي او پر ناروغانو یې د وېشلو سپارښتنه شوې وه؛ خو طالبان راغلل او د دې کار مخه یې ونیوله.

کله، چې د وسلوالو طالبانو د واک په سیمو کې د دغو پيسو د وېش لړۍ پیل شوه؛ وسلوالو  طالبانو د ولسمشرد میرمنې له ادرس څخه د تذکرې د کاپۍ په بدل کې د نغدو پیسو پر وېش غبرګون وښود او۳۰ روغتیايي مرکزونه یې وتړل.

د زاوې د دغه مرکز روغتیاي کارکوونکی عبدالله شېرزاد وایي؛ له ولسمشره غواړو، چې دا کار دې نه کوي؛ ځکه نه یوازې مو روغتیایي مرکزونه تړل کیږي، بلکې مونږ هم سپکیږو.

د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمېر وکیلان وايي، رولاغني د ولسمشر د ټاکنیز کمپاین لپاره ننګرهار ته میلیونونه افغانۍ رااستولي او پر روغتیايي کارکوونکیو یې جبري کړې، چې له دې پیسو پېنځه– پېنځه سوه افغانۍ پر ښځینه ناروغانو ووېشي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ناصر خان کامه وال وايي؛ مونږ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د دغو پیسو د وېشل کیدو شاهدان یو، چې دا ستره سپین سترګي ده.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر وایي، چې که روغتیا او ټاکنیزې هڅې سره ګډې شي؛ دا ، نو بیا ستره ستونزه شوه او طالبان به نه یوازې په ننګرهار ولایت کې، بلکې په نورو ولایتونو کې هم روغتیایي مرکزونه وتړي.   

د ننګرهار د عامې روغتیا رييس مني، چې د رولاغني له دفتر څخه دوی ته میلیونونه افغانۍ استول شوي او ورته ویل شوي، چې دا دې، د دوی له ادرسه پرناروغه میرمنو ووېشل شي او له همدې کبله طالبانو یو شمېر روغتیایي مرکزونه تړلي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رييس داکترنصیراحمد دُراني ویلي، چې د نفوذ پر بنسټ روغتیایي مرکزونو ته پیسې وېشل شوي او هغو ناروغو ښځو ته یې د وېشلو سپارښتنه شوې، چې عمرونه یې له لس کلونو ډېر وي.      

مدني مخکښان هم د ولسمشرد میرمنې دا کړنه د اوصولو خلاف بولي او وايي، دا پیسې باید پر یوه عامه پروژه لګول شوې وای.

په ننګرهار کې د ویښ ځوانانو د حرکت مشر عزیزخوږیاڼی وایي؛ دا ټاکنیز کمپاین دی، مرسته نده. که مرسته کوي باید وسایل او درمل راولیږي. دا کړنه د اصولو سره سمه نده.

یو شمېر سرچینې دا هم وايي، چې د همدې پیسو له کبله د لغمان روغتیايي مراکز تړل شوي؛ خو د لغمان مسوولینو تراوسه د دې مسلې د رد یا تائيد په اړه څه ندي ویلي.

د ولسمشر د میرمنې د دفتر مطبوعاتو مسوولې هوسۍ آریانانیوز ته وویل، چې د رولاغني د دفترله ادرس څخه دغه ډول کومې پیسې ننګرهار ته ندي استول شوي؛ خو د ننګرهار د عامې روغتیا مسوولین ټنګار کوي، چې په روغتیایي مرکزونو کې  پر نارغه میرمنو د وېش پیسې ورته د رولاغني له دفتر څخه راستول شوې دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

د خواف ـ هرات د ۴۳ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د غزولو تړون لاسلیک شو

(Last Updated On: December 12, 2019) د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ د لومړي …