عاجل خبرونه

طالبان دې له پاکستان سره د اړیکو پرې کولو پوره ژمنه وکړي- حکومت

(Last Updated On: March 14, 2019)

حکومت وایي، که طالبان غواړي، چې له افغانستان نړیوال ځواکونه ووځي؛ نو له پاکستان سره دې د اړیکو پرې کولو پوره  ژمنه وکړي.

د امریکا او طالب استازیو د خبرو په پېنځم پړاو کې دواړو لوریو له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مسوده هوکړه وکړه؛ خو اوس افغان حکومت په یوه سیمه ییزه رابلل شوې ناسته کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره یو لړ شرایطونه وړاندې کوي.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان وایي؛ مونږ ته ویل کیږي، چې خپلې اړیکې له بهرنیو ځواکونو سره پرې کړئ؛ مونږ یې منو، خو طالبان دې هم له هغو هېوادونو سره اړیکې پرې کړي، چې مرسته ترې تر لاسه کوي او ګزارشونه هم باید یو ښکاره میکانیزم ولري.

د طالبانو او امریکایانو د خبرو په بهیر کې اوازې خورې شوې، چې لنډمهاله اداره جوړیږي؛ خو حکومت وایي، د اوسني نظام بدلون به د سولې په خبرو کې د بحث موضوع نه وي او دولت پدې بهیر کې پر ارزښتونو معامله نکوي.

د لغمان والي آصف ننګ وایي، چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې آیا د سولې خبرې دي؟ طالبانو هیڅکله ندي ویلي، چې سوله کوي!

که څه هم طالبان تر دې دمه له حکومت سره د سولې خبرو ته ندي تیار شوي؛ خو په کابل کې د سلا مشورو لړۍ پیل شوې، چې له طالبانو سره خبرو ته یو لړ شرایط رامنځته کړي.  موخه دا ده، چې د سولې په خبرو کې تېرې اووه لس کلنې لاسته راوړنې خوندي او پرمختګونه قرباني نشي.

 د طالبانو او امریکایانو تر منځ په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی؛ تمه کیږي، چې دا خبرې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار اواره کړي.

د سولې عالي شورا غړی لیلا جعفري وایي، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو هڅې د سولې لپاره په دوه یمې او درېیمې کړۍ کې ګټورې دي؛ اړینه ده، چې دا بهیر به هرو مرو د افغانانو تر منځ پر خبرو راڅرخي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بادغیس په بالا مرغاب کې د یوه کنډک ۴۰۰ سرتېري محاصره شوي

(Last Updated On: July 22, 2019)د بادغیس د ولایتي شورا غړيو څرګنده کړې، چې د …