عاجل خبرونه

طالبان پر نږدې دېرش سلنه خاوره ولکه لري- سیگار

(Last Updated On: January 30, 2016)

vlcsnap-2016-01-30-11h03m00s90يوه جگپوړي امريکايي چارواکي ويلي، چې افغان دولت پر اویا سلنه خاوره او طالبان پر نږدې دېرش سلنه خاوره ولکه لري.

په افغانستان کې د امريکا د بيا رغونې د چارو څارونکي جان سوپکو، د دغه هيواد کانگرس ته په خپل راپور کې ويلي، چې د افغانستان امنيتي حالت مخ په خرابیدو دی او راتلونکې یي هم روښانه نه ده.

د نوموړي په وینا؛ طالبان په ۲۰۰۱ کال کې له شړل کیدو وروسته اوسمهال تر بل هر وخته ډېرې سیمې تر څارنې لاندې لري.

له دې وړاندې افغان دولت ورته ادعاوې رد کړي؛ خو تر دې دمه یې د سیگار د مشر د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې امریکا د افغانستان د بیارغونې په برخه کې ۱۱۳ میلیارد دالر لگولي دي؛ خو د دې راپور تر خپریدو پورې دغه  هېواد په ځان بسیا شوی نه دی.

About Ariana News

Check Also

میررحمان رحماني د ولسي جرګې د رییس په توګه غوره شو

(Last Updated On: May 18, 2019)د ولسي جرګې لنډمهاله رییس ښاغلي عطامحمد دهقانپور لخوا میر …