عاجل خبرونه

طالبانو ته له ګوزار وروسته به د هغوی ملاتړي هم په نښه شي- قدم شاه شهیم

(Last Updated On: فبروري 18, 2017)

vlcsnap-2017-02-18-18h12m00s35

د ملي دفاع وزارت وایي، پر طالبانو به له فشار وروسته د هغوی ملاتړي هم په نښه شي.

لوی درستیز د ځینو هېوادونو لخوا له طالبانو سره اړیکې او مرستې د هغوي لپاره زیان اړونکې بولي.

لوی درستیز قدم شاه شهیم وایي؛ ځینې هېوادونه د طالبانو د تجهیز او تربیې له لارې غواړي، چې خپلې تېرې تېروتنې بیا تکرار کړي.

لوی درستیز که څه هم د کومې ډلې او هېواد نوم نه اخلي؛ خو ټینګار کوي، چې طالبانو ته به له ګوزار وروسته د هغوي ملاتړې هم تر فشار لاندې راشي.

 د افغانستان پر خاورې د پاکستان توغندیزو بریدونو ته په نغوته(اشاره) کې جنرال قدم شاه شهیم وایي، چې دا مساله د ديپلوماتیکو چینلونو له لارې تر کار لاندې ده او که یې نتیجه ورنکړه دوی به هم ورته بریدونه وکړي.

لوی درستیز وایي؛ افغانستان د ترهګرۍ قرباني هېواد دی او چاته به اجازه ورنکړشي، چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانیو پوځیانو نه یوازې د ننګرهار او کونړ سرحدي سیمې پر توغندیو ویشتي، بلکې له تېرو دوه ورځو راهیسې دغه هېواد له افغانستان سره په پوله د تګ راتګ لارې هم بندې کړې او د سیمو خلک خوندي ځایونو ته کډه شوې دي.

خبریال : علي اصغري

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …