صدیقي: امریکا باید په پاکستان کې د وسله والو مرکزونه ویجاړ کړي

(Last Updated On: October 27, 2014)

MoIد افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي، چې که په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه او پټنځایو ونه نړول شي؛ په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ناشونی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقی صدیقي له امریکا څخه غواړي چې په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو مرکزونه ویجاړ کړي.
دیارلس کاله کیږي په افغانستان کې په یوه بله بڼه جګړه روانه ده؛ د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي چې که پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه، ونه نړول شي، په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت ناشونی دی.
په همدې حال کې په بدخشان کې د وسلوالو طالبانو او پولیسو تر منځ نښتې روانې دي. د دغه ولایت په وردج ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ وسلوالو طالبانو د پولیسو په پوسته برید وکړ، اولس پولیس يې یرغمل کړل او نهو نورو ته يې مرګ ژوبله واړوله. مسولین وايي په برید کې یوولس وسلوال طالبان هم وژل شوي دي.
که څه هم د هیواد په ګڼو سیمو کې مرګونه بریدونه او جګړې روانې دی؛ افغان امنیتي ځواکونه وايي چې په دې وروستیو ورځو کې د وسلوالو مخالفینو بریدونه کم شوي دي او هغه سیمې چې په تېرو شپږو کلونو کې وسلوالو مخالفینو اداره کولې، اوس د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي دي.

About Ariana News

Check Also

له یوه امریکايي شرکت سره د بلخاب د مسو د کیندلو تړون لاسلیک شو

(Last Updated On: April 20, 2019)د سرپل سیمه ییز چارواکي وایي، ډېر ژر به د …