عاجل خبرونه

شپېته سلنه افغان پناه غوښتونکي له اروپایي هېوادونو ویستل کیږي

(Last Updated On: اکتوبر 2, 2016)

vlcsnap-2016-10-02-15h48m25s201

د کډوالو چارو او بېرته راستنیدونکیو وزارت مرستیال وایي؛ له ۲۵۰زره افغانانو، چې اروپایي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې وه، څلوېښت سلنه یې منل کیږي.

بې کارۍ، ناامنۍ او بېوزلۍ په وروستیو کلونو کې افغانان اړ کړي، چې ناقانونه او خطرناکه مهاجرتونو ته مخه کړي او له دې لارې اروپایي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

په اروپایي هېوادونو کې د پناه غوښتونکیو په شمېر کې زیاتوالي د کډوالۍ کړکیچ را منځته کړی دی.

د کډوالو چارو او بېرته را ستنېدونکو وزارت مرستیال احمد ولي حکمي وایي، له همدې کبله اروپایي هېوادونو پرېکړه کړې، چې زیاتره ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال کمال سادات له اروپا څخه افغان را ستنیدونکیو کډوالو ته د کار او  زدکړو زمینې برابرولو خبره کوي.

هغه وایي، هغه ځوانان، چې هېواد ته راسنیږي مونږ وړې قرضې ورکوو، چې د خپلې خوښې ژوند وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت کونسلي رییس میرویس صمدي وایي، په وروستیو  میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنیدو بهیر چټک شوی او دواړه هېوادونه په جبري توګه افغان کډوال افغانستان ته را ستنوي.

دا مهال په اروپایي هېوادونو او استرالیا کې اووه سوه زره افغانان قبول شوي. په داسې حال کې، چې له اووه میلیون زیات افغانان له هېواده بهر ژوند کوي.

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …