عاجل خبرونه

شري او پولیو ضد کمپاین پیل شو – نعیم

(Last Updated On: April 26, 2015)

vlcsnap-2015-04-26-18h35m42s207

د عامې روغتیا وزارت د شري او پولیو واکسیناسیون ملي کمپاین په ټول هېواد کې پیل کړ.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال احمد جان نعیم وایي، په دغه پروګرام کې به په اتلسو ولایتونو کې پنځه نیم میلیون ماشومان د شري او پولیو په وړاندې واکسین شي.

د دوي په وینا، د خلکو د پوهاوي د کچې ټیټ والی او ناامني د روغتیایي خدمتونو د رسولو په وړاندې سترې ننګونې دي.

افغانستان هغه هېواد دی چې له پنځو کلونو ټیټ عمره ماشومان په کې زیات له منځه ځي چې په دغه عمر کې د مړو شویو ماشومانو شمېره شل سلنې ته رسیږي.

د واکسیناسیون دغه یو اوونیز کمپاین په سترو ښارونو او همدا راز په څو ګڼ میشتو ولایتونو کې تر سره کیږي.

په دغه پروګرام کې دا ځل ماشومان د شري او پولیو په وړاندې واکسین کیږي.

دغه دوه واکسینونه هغو ماشومانو ته کیږي چې عمرونه یې له نهو تر نهه پنځوس میاشتو ته رسیږي، او د عامې روغتیا وزارت مامورین کور په کور ګرځي؛ خو د شري واکسین به په ښونځیو کې تطبیق شي.

که څه هم شپږ ناروغۍ له دې لارې د کنترول وړ دي.

ښاغلی نعیم د روغتیایي خدمتونو بهیر په اوسنیو شرایطو کې نامناسب بولي او ټینګار کوي چې ځینو سیمو کې دغه بهیر نه شي تطبیق کیدای.

اټکل کیږي چې د سږکال په لومړیو میاشتو کې د شري ناروغي ډیره پراخه شوې ده، په دغو میاشتو کې د شري ۴۴۵ پیښې ثبت شوي دي؛ په داسې حال کې چې په تېر کال کې د شري ۵۸۱ پیښې ثبت شوې وې.

خبریال: وحید نویسا

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د سلام مخابراتي شرکت پر سیمه ییزې څانګې دوه ماین چاودنې شوي

(Last Updated On: September 21, 2019)د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه …