شاهین آسمايي فوتبال لوبډلې د غوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

(Last Updated On: October 28, 2017 12:06 pm)

د افغانستان د فوتبال د غوره لیګ سیالیو اتلولي څلور د درې ګولونو په وړاندې د شاهین آسمايي فوتبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیده.

شاهین آسمايي د لوبې لومړۍ نیمايي د میوند اتلانو په وړاندې د دوه ګولونو په وهلو پخپله ګټه پای ته ورسوله.

د لوبې په دوه یمه نیمايي کې میوند اتلانو د دوه ګولونو په وهلو لوبه مساوي کړه او لوبه دوه د دوه په وړاندې مساوي پای ته ورسیده. وروسته شاهین آسمايي په لومړي اضافي وخت کې دوه نور ګولونه په خپله ګټه پای ته ورسول او د لوبې لومړی اضافي وخت یې څلور د دوه ګولونو په وړاندې پخپله ګټه پای ته ورساوه.

د میوند اتلانو فوتبال لوبډلې هم په دوه یم اضافي وخت درېیم ګول تر سره کړ، چې په دې؛ لوبه، څلور د دریو په وړاندې د شاهین آسمايي لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده.

د یادونې وړ ده، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني شاهین آسمايي او میوند اتلان فوتبال لوبډلې لوبغاړي وستایل او د افغانستان په غوره لیګ کې یې د شاهین آسمايي لوبډلې د اتلولۍ مبارکي وړاندې کړه.

About Ariana News

Check Also

په منځني توګه هره میاشت زر افغان سرتېري ژوند له لاسه ورکوي

(Last Updated On: September 24, 2018 5:29 pm) د افغانستان په روانه جګړه کې په منځني …