عاجل خبرونه

سیګر: له څارنې پرته به د امریکا مرستې بېځایه ولګیږي

(Last Updated On: جولای 22, 2015)

vlcsnap-2015-07-22-18h58m23s22

د افغانستان د رغونې د ارزونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې رييس جان سپکو له اسپوتنیک خپرونې سره په مرکه کې ویلي چې که په افغانستان کې د مرستو د مصرف څخه د څار منظمه تګلاره جوړه نه شي، یوځل بیا به په دغه هیواد کې د امریکا میلیونه ډالره ضایع شي.

په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی. درې کاله پخوا موږ د افغانستان ټولو برخو ته سفر نه شو کولي، خو اوس یو نیم مایل هم نه شو تلای.

ده د افغانستان د ملي یوالي د حکومت ښیګڼو ته هم اشاره کړې ده:

زه اوس خوشبین یم، هلته د ملي یوالي حکومت شته چې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره هلې ځلې کوي. ستونره دا ده چې اوس هم افغانستان د ملي دفاع وزیر او لوی څارنوال نلري.

جان سپکو تر دې وړاندې هم د افغانستان په بیا رغونه کې د میلیونونو ډالرو د حیف او میل او اداري فساد په هکله ګڼ رپوټونه خپاره کړي دي.

د هغه په وینا ډیرې پیسې په خیالي پلونو، ښوونځیو، او کلنیکونو لګیدلي دي.

د افغانستان د رغونې د ارزونې لپاره د امریکا پلټونکې اداره یا سیګار ویلي چې له کوم نظارت او څارنې پرته له افغانستان سره د امریکا ټولې مر ستې د بیځایه لګیدو په حال کې دي.

د دغې ادارې رییس جان سپکو ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي وګړو میلیونونه ډالره مالیه د حیف او میل له ګواښ سره مخامخ ده.

خبریاله: نذیره کریمي

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …