عاجل خبرونه

سیلابونو د هرات ولایت په شینډند ولسوالۍ کې زیانونه رامنځته کړي

(Last Updated On: March 2, 2019)

د هرات ولایت په شینډند ولسوالۍ کې سیلابونو دوه کسان مړه کړی، سلګونه کورونه یې ویجاړ دي او زرګونه جریب کرنیزه ځمکه یې وړې ده.

د هرات والي ویاند جیلاني ځواک ویلي، چې د شیندنډ ولسوالۍ اړوند چارواکو او له طبیعي پېښو سره د مبارزې او بېړنیو مرستو ولایتي کمیتې ته سپارښتنه شوې، چې له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د بېړنیو مرستو ولایتي کمتې اړوند ډله هم شینډنډ ولسوالۍ ته لیږل شوې ده.

د شینډند ولسوالۍ ولسوال، چې سیلاب ځپلیو سیمو ته تلی وایي، چې د سیلابونو زیانونه ډېر دي.

About Ariana News

Check Also

د اوبو شبکو جوړولو د ۳۱ پروژو تړونونه لاسلیک شول

(Last Updated On: April 16, 2019)د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، د هېواد اوبه …