عاجل خبرونه

سیاسي ګوندونو ولسمشریزو ټاکنو ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې

(Last Updated On: November 4, 2018)

سیاسي ګوندونه او ډلې وايي، چې واحدې او نالیږدې رایې دې د لیږد پر سیستم واوړي، بایو متریک دې اړین شرط وګڼل شي او د رای ورکوونکیو تازه نوملیکنه دې وشي.

د ولسمشریزو ټاکنو موضوع د تودیدو په حال کې ده؛ سیاسي ډلې او ګوندونه سر له اوسه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل شرطونه وړاندې کوي.

دوی وایي، که د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره یې غوښتنې ونه منل شي؛ د سترو ستونزو او ننګونو لامل بشي.

د ستر ملي ائتلاف د رهبرۍ غړی نورالرحمن اخلاقي وایي، چې رایه دې د انتقال وړ وبلل شي، نوې نوملیکنه دې وشي او د لس ګوتو بایومتریک دې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د شفافیت لپاره یو مهم شرط ومنل شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې، چې خپل دریځ به د ګوندونو د غوښتنو په اړه په روانه اوونۍ کې روښانه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي ويلي، چې د ټاکنو د قانون د شلمې مادې له مخې به خپله پرېکړه د روانې اوونۍ په وروستیو کې اعلان کړي.

د قانون له مخې؛ د ولسمشرۍ  او ولایتي شوراګانو ټاکنې باید یو ځای تر سره شي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون داسې طرحه وړاندې کړې، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې به جلا جلا تر سره کیږي. د کمیسیون دا طرحه هم د ګوندونو له مخالفت سره مخ شوې ده.

About Ariana News

Check Also

د تېر کال پر پرتله اته سلنه صادرات ډېر شوي- چارواکي

(Last Updated On: May 21, 2019)د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر کال پر …