سیاسي ګوندونه په ټاکنو کې د ونډې پر یقیني کولو ټینګار کوي

(Last Updated On: اګست 2, 2018)

سیاسي ګوندونه له یوې خوا د ټاکنیز نظام د بدلون او په کې د ګوندونو د ونډې پر یقيني کولو ټينګار کوي او له بلې خوا په ډېر شمېر کسان او ګوندي غړي یې د خپلواکو نوماندانو په توګه سیالیو ته درولي دي.

سیاسي ګوندونه له ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه د رای ورکوونکیو د بایو متریک او ان په ټاکنیز نظام کې د ګوندونو د ونډې پر یقیني کولو ټينګار کوي؛ خو په مجموع کې د ټولو نوماندانو اووه په سلو کې د سیاسي ګوندونو له خوا معرفي شوي دي.

په مجموع کې یو سلو یو نوي کسان  ګوندونو معرفي کړي. په مجموع کې د ولسي جرګې لپاره دوه زره شپږ سوه نهه څلوېښت کسان نوماندان شوي؛ جنبش اسلامي پېنځه څلوېښت، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي نهه دېرش، حزب وحدت اسلامي اته دېرش او جمعیت اسلامي اته رسمي کاندیدان درولي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابرهیمي وايي، چې د ټولو نوماندانو اووه فیصده نوماندان له سیاسي ډلو او ګوندونو غړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا په اعلان شوي لومړي نوملړ کې د سیاسي او ګوندې رهبرانو زامن او د ګوندونو غړي د خپلواکو نوماندانو په توګه را وتلي؛ خو د ګوندونو له ادرسه د ټاکنیز نظام د بدلون غوښتنه هم کوي.

د سیاسي ګوندونو او جریانونو رهبران ادعا کوي، چې د ټاکنو لپاره د خلکو د نوملیکنې اعلان شوې شمېرې له مبالغې ډکې دي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین بیا د خپلو چارو پر شفافیت ټینګار کوي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …