سپینې ماڼۍ د اسامه بن لادن د زوی مرګ ښکاره کړ

(Last Updated On: September 14, 2019)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ښکاره کړې، چې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د افغانستان – پاکستان د سرحدې پولې د اړوند سیمې د ترهګرو په ضد عملیاتو کې وژل شوی دی.

اندیپندینت انګلیسي خبري سایت د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې په ډاګه کړې، چې د حمزه بن لادن وژنې نه یوازې په القاعده شبکه کې د مشرتابه تشه رامنځته کړې، بلکې دا ډله یې د هغه له پلار سره له سمبولیک تړاوه هم بې برخې کړې ده.

سپینې مانۍ په دې اړه نور جزئیات ندي وړاندې کړي؛ خو له دې مخکې ویل شوي وه، چې د القاعده د پخواني مشر اسامه  بن لادن  زوی حمزه بن لادن په یو هوایی برید کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د حمزه بن لادن د ځای ښکاره کوونکي ته یو میلیون دالر انعام اعلان کړی و.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د هسکې مېنې له قربانیانو سره د نمرو د وېش او حج ته د لېږلو ژمنه وشوه

(Last Updated On: October 20, 2019)ولسمشر اشرف غني د ننګرهار د هسکې مېنې د جودرې …