سپینه ماڼۍ له ولسمشر او اجرائیه رییس سره د اوباما د خبرو جزیات نه ورکوي

(Last Updated On: March 12, 2016 11:56 am)

obama ghaniسپینې ماڼې د هغه ګزارش له جزیاتو ورکولو ډډه کوي، چې ویل کیږي د امریکا ولسمشر اوباما د افغانستان د ملي وحدت حکومت له اجرائیه رییس څخه د افغان ولسمشر اشرف غني په صلاحیتونو کې د نه لاسوهنې غوښتنه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي د یوې پوښتنې په ځواب کې په ډاګه کړه، چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره د ولسمشر اوباما د ویدیوي کنفرانس د جزیاتو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه ورکوي.

له دې مخکې د یوې ناپېژندل شوې دولتي سرچینې له وینا ګزارش ورکړ شوی و؛ له اجرائیه رییس عبدالله عبدالله غوښتل شوي، چې د ولسمشر غني په صلاحیتونو کې دې لاسوهنه نه کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند زیاته کړې، چې اوباما له ولسمشر غني او اجرائیه رییس سره د امنیت، حکومتدارۍ او د سیمې د نورو اړوند مسایلو په اړه منظم بحث او خبرې لري.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …