عاجل خبرونه

سوله د يو کس او ډلې کار نه دی

(Last Updated On: May 10, 2016)

vlcsnap-2016-05-10-20h31m40s96

په هلمند کې د سولې ولايتي کمېټې د سولې په برخه کې له خلکو څخه د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه، په دې ولايت کې د نوموړې کمېټې مسؤلين، ولايتي شورا اوقومي مشران وايي چې سوله د يوې ادارې اويا هم يوې ډلې دنده نه ده او بايد په دې کې د ديني عالمانو په ګډون د دې ولايت هر اوسېدونکی کوټلي ګامونه پورته کړي.

په ورته وخت کې د هلمند والي هم وايي د دې هڅو ملاتړ کوي خو د سولې په برخه کې بايد د ننه په اداره کې اساسي ګامونه پورته شي.

په دې ولايت کې د سولې د ولايتي کمیټې مسؤلينو، ولايتي شورا او ځينو قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې د هلمند له ولسونو وغوښتل چې د سولې د ټينګښت په برخه کې په ګډه ريښتينې هڅې وکړې او هره ورځ چې په دې ولايت کې لسګونه کسان په يوه او بل نامه وژل کېږي مخه ونيسي. د دوی په خبره د تير يو کال را په دې خوا چې په هلمند کې جګړو زور اخيستی له امله يې زرګونو کسانو د ښکېلو خواوو او عامو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دا لړۍ لاهم روانه ده.

د سولې د ولايتي کميټې مسؤل فضل الباري فياض وايي: “کلونه کلونه افغانان د پرديو په لاس د تپل شوې جګړې قرباني شوي نور بايد دې لړۍ ته د پای ټکی کېښودل شي اوخلک بايد عملي ګامونه پورته کړي.”

پر همدې مهال د هلمند والي حیات الله حیات وايي: په سيمه ييزه او ملي کچه د سولې د هڅو ملاتړ کوو خو د ننه په اداره کې هم بايد هغه ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي چې له امله يې خلک له دولت څخه مخالف لوري ته مخ اړوي.”

هغه د جګړې بل لوی لامل هم اداري فساد بولي خو وايي چې د کلک هوډ له مخې به دې ستونزو ته يو پر بل پسې د پای ټکی ږدي.

خبريال: نعمت‌الله زهير

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تاوتریخوالي د کمښت طرحې ځنې برخې په ډاګه شوې

(Last Updated On: February 20, 2020) له آریانانیوز سره ځینو سرچینو د تاوتریخوالي د کمې …