سهیلي کوريا د بالیستیک ۴ توغنديو آزموينه کړې

(Last Updated On: May 14, 2017 3:17 pm)

north korea

د يونهاپ خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ سهیلي کوريا د بالستیکي توغنديو یوه بله آزموينه کړې؛ خو دوی په دې اړه نور جزئیات نه لري.

د سویلي کوريا پوځي سرچينو په ډاګه کړې، چې دغه باليستيکي توغندي د پلازمېنې پيونگ يانگ سهیل لویديځ لوري ته په کوسانگ ښار کې آزمايل شوى دی.

شمالي کوريا په دې وروستيو کې د باليستيک توغنديو گڼې آزموينې کړي، چې ورسره نړیواله اندېښنه هم راپاریدلې او له امريکا سره یې ناندرې نورې هم تودې شوي دي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له سهیلي کوريا سره د کیدونکې پراخې نښتې خبردارى ورکړى.

تېره مياشت د سهیلي کوريا دوه توغنديزې آزموينې پاتې راغلې او توغندي له توغول کیدو څو دقيقې وروسته وچاودیدل.

سهیلي کوريا هڅه کوي؛ خپلو توغندیو ته داسې سروکې و کاروي، چې امریکا ته د رسیدو وړتیا پرې تر لاسه شي.

د سهیلي کوریا دې آزموینې په داسې حال کې نړیوال غبرګونونه را پارولي، چې په سویلي کوریا کې د نوي ولسمشر مون جاى ان له  لوړې څو ورځې تېرې شوې دي.

نوموړي په خپلې لومړنۍ وينا  کې له سهیلي کوریا سره د اړيکو پر بیا کتنه ټینګار کړی او غواړي، چې د سمو شرايطو له برابریدو سره سم پيونگيانگ ته سفر هم وکړي .

د یادونې وړ ده، چې امریکا او سهیلي کوریا پر ستونزو سیاسي خبرې وکړی او د بندیزونو او ګواښونو پر خای یوه ګډه سیاسي ستراتیژي جوړه کړي.

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …