سبا یو شمېر لوړ پوړي افغان چارواکي پاکستان ته ځي

(Last Updated On: August 12, 2015)

vlcsnap-2015-08-12-17h59m29s37

په کابل کې وروستیو خونړیو بریدونو د پاکستان پر خلاف د افغان چارواکو په دریځ کې بدلون راوست.

ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ یو جګپوړی پلاوي اسلام آباد ته لیږي.

دغه پلاوی د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ، د ملي امنیت د ريیس او ملي دفاع وزارت د سرپرست او یو شمیر نورو مهمو کسانو په ګډون اسلام آباد ته ورځي.

د پاکستان اکسپرس تربیون ورځپانې د د دغه هیواد د یوې دولتي سرچینې په حواله چې له نوم اخیستو یې ډه ډه کړې رپوټ ورکړي چې افغان پلاوی له پاکستان څخه وغواړي چې:

د افغان طالبانو رهبران ونیسي او ویې باسي.

د شاه شهید د خونړۍ پېښې عاملان ونیسي.

د طالبانو مالي سرچیني بندې کړي.

او د پاکستان په روغتونونو کې د افغاني طالبانو د درملنې مخه ونیسي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال – ظفر هاشمي وايي چې اسلام آباد ته تلونکی پلاوی به د هغه هیواد له لوی لومړي وزیر او د پوځ له لوی درستیز سره د تروریزم سره د ګډې مبارزې په هکله خبرې وکړي.

یو شمیر کارپوهان بیا پاکستان ته د افغان پلاوي ترسره کیدونکی سفر ګټور نه بولي او زیاتوي چې اسلام آباد هر وخت د کابل د تیرایستلو کوښښ کوي.

vlcsnap-2015-08-12-18h37m06s105

د مدڼي ټولنې د مجتمع رییس – عزیز رفیعی:

تېرو درسونو ته په کتو او دا چې پاکستان موږ په مکرر ډول غولولي یو؛ حکومت باید د افغانستان د امنیتي مسایلو او له طالبانو سره په خبرو کې جدي تصمیم ونیسي.

افغان ولسمشر په کابل کې د څو پرلپسې خونړیو بریدونو له تر سره کیدو وروسته پاکستان ته خبرداری وکړ چې که د ترهګرو له ملاتړه لاس وانه خلي، له دغه هیواد سره به په خپلو اړیکو غور وکړي.

Check Also

حکومت له کرونا ویروس سره بې تفاوته چلند کړی- د ولسي جرګې غړي

(Last Updated On: April 8, 2020) د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ويلي؛ حکومت د …