عاجل خبرونه

سبا ته د ایرلند او جنوبي افریقا لوبډلې د سیالۍ ډگر ته راوځي

(Last Updated On: March 2, 2015)

watch-cricket-w

د کرکت نړېوال جام د لوبو په لړ کې ټاکل شوې، چې سبا د ایرلنډ او جنوبي افریقا لوبډلې د سیالۍ ډگر ته راووځي.

په پرونیو لوبو کې پاکستان د شل منډو په توپیر زیمبابوې ته ماتې ورکړه او سریلانکا انگلستان په نهه ویکتو مات کړ.

د افغانستان لوبدلې په خپلو درې لوبو کې سکاتلند ته ماتې ورکړې او له بنگلدېش او سریلانکا څخه یې ماتې خوړلې ده.

افغانستان به د چارشنبې په ورځ له استرالیا سره خپله څلورمه لوبه کوي.

افغان لوبغاړي وايي، چې لوبې ته بشپړ چمتووالی لري او د لوبې د گټلو هیله من هم دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان معلول لامبو وهونکي درې مدالونه ترلاسه کړل

(Last Updated On: June 10, 2019)د معلولینو لامبو وهونکي عباس کریمي وکړای شول، چې  په …