زمونږ وینه بې ځوابه نه پاتې کیږي- اشرف غني

(Last Updated On: January 29, 2018 6:35 pm)

د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۹) د اندونیزیا ولسمشر په یو رسمي سفر کابل ته رارسیدلی دی او ولسمشر اشرف غني له هغه سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه، چې له وسلوالو طالبانو به د وروستیو خونړیو بریدونو غچ واخلي.

ولسمشر غني ویلي؛ طالبانو، ځکه بریدونو ته زور ورکړی، چې په وینا یې خپل بادران له نړیوال فشاره وژغوري.

هغه څرګنده کړې، چې نړیواله ټولنه باید د سخت دریځو د ملاتړ هېوادونو د منزوي کولو لپاره له هرې وسیلې کار واخلي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو، چې له ولسمشر غني سره یې په ګډ کنفرانس کې خبرې کولې وویل؛ هېواد به یې په افغانستان کې د سولې لپاره مرسته او همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې اندونیزیا په افغانستان کې یو اسلامي مرکز جوړوي. دغه مرکز به د سولې، رغوني او روزنې په برخو کې همکاري کوي.

ولسمشر غني د افغانستان شرایط نازک وبلل او له سیاستوالو یې وغوښتل، چې شخصي ګټې له ملي ګټو غوره ونه ګڼي او له تفرقې، کرکې او بې تفاوتۍ لاس واخلي.

د اندونیزیا ولسمشر، چې د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین سره یې په لیدنه کې د سولې د خوندیتوب لپاره د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د عالمانو د یوې ګډې جرګه ګۍ د جوړیدو وړاندیز کړی دی.

جوکوویدودو له دې مخکې د سولې عالي شورا یوه پلاوي ته ویلي وه، چې هېواد یې د افغانستان د سولې په بهیر کې همکاریو ته چمتو دی.

د سولې عالي شوره مشر محمد کریم خلیلی د یو پلاوي په مشرۍ دوه میاشتې مخکې اندونیزیا ته سفر کړی و.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی، چې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو او داعشیانو خونړیو بریدونو زور اخیستی دی.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …