عاجل خبرونه

زابل ولايت له بد امنيتي وضيعت سره مخ دى- حق بیان

(Last Updated On: April 22, 2016)

vlcsnap-2016-04-22-10h22m16s167

د زابل د ولایتي شورا رییس وايي، په دي ولايت کي له  تېرو څو ورځو راهيسي د وسلوالو خوځښتونه زيات شوي او د ولايت د مرکز په ګډون ټولي ولسوالۍ له امنيتي ګواښ سره مخ دي.

د زابل د ولایتي شورا ری ییس عطاجان حق بیان وايي، د تېرو دري اوونيو په لړ کي د وسلوالو طالبانو په  بريدونو کي څه باندي ٢٢ تنه امنيتي سرتېري او عام اوسيدونکي وژل شوي، چي دا حالت داندېښني وړ دی.

نوموړى زیاتوي، په دې ولايت کي د امنيتي ځواکونو بشپړ تشکيل هم نشته؛ نو، ځکه د دي ولايت په زياتو سيمو کي اوس هم امنيتي ېيښي رامنځته کيږي .

د زابل د پولیسو عملیاتي کنډک قوماندان سمونمل محمد آصف توخي وایي، د وسلوالو طالبانو هغه پلان شند شوی، چي غوښتل یې د کابل- کندهار د لویې لار پر سرامنیتي پوستي له منځه يوسي.

هغه په ډاګه کړه، چي له وسلوالو سره يې په جګړه کي لس تنه وسلوال طالبان وژلي؛ خو بيا هم له امنيتي ګواښ سره مخ دي .

دا په داسي حال کې ده، چي درې اوونۍ وړاندې د زابل اوسيدونکیو د امنيتي پېښو له زياتوالي اندېښنه ښودلى وه او له مرکزي دولت څخه يي د مرستي غوښته لرله؛ خو تراوسه هم په ياده برخه کي هيڅ کار نه دى شوى.

خبریال:بريالي رحيمي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې ځانمرګي ۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله رامنځته کړې

(Last Updated On: September 17, 2019)کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې …