روغتیا ته نه پاملرنه د دې سبب شوې، چې ډېرې پیسې له هېواده ووځي

(Last Updated On: October 07, 2017 7:14 pm)

 د عامې روغتیا وزارت مسوولین پر حکومت د نیوکې تر څنګ وایي؛ د روغتیا یي وسایلو نه شتون او په دې برخه  کې لوړ مالیات هغه څه دي، چې پانګونه یې له رکود سره مخ کړې ده.

په سپیدار ماڼۍ کې را ټول شوي داکتران د ناروغانو د درد او درملنې په اړه نه، بلکې د خپلو ستونزو په تړاو خبرې کوي. دوی د طبي وسایلو له کمي اندېښنه لري، ناقانونه ګمارنې او په پلازمېنه کې د بسترونو کمی هم ستونزه یادوي.

د ملالۍ زیږنتون د نسایي او ولادي برخې رییسه فهیمه ولي وایي، روغتونونه او وسایل یې د خلکو ادتیاوو ته ځواب ویونکي نه دي. همدا حالت د دې لامل شوی، چې ناروغان مو بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره ولاړ شي او په دې توګه مو پیسې بهر ووځي.          

د عامې روغتیا وزارت مسوولین د کار په ساحو کې د ډاکټرانو نه خوندیتوب او د جګړې په ډګر کې سرتېرو ته د روغتیایي امکاناتو کمی سترې ستونزې یادوي.

د ابن سینا په روغتون کې د غوږ او ستوني برخې ترینر حفیظ الله ساپی وایي، نن داکتران د هېواد په یوه سیمه کې هم مصونینت او خوندیتوب نلري؛ په ناامنو سیمو کې داکتران د  وسلوالو او زورواکانو لخوا وژل کیږي.

د پوځي روغتون رییس کندهار شینواری وایي،  د روغتیا په برخه کې د روغتیایي وسایلو کمي سرتېرو ته اندېښنې رامنځته کړي؛ ډېري سرتېري د جګړې په ډګر کې پاتې کیږي او دا بیا پر نورو سرتېر ناوړه او منفي اغېر کوي.

نه یواځې دولتي روغتونونه، بلکې خصوصي برخې هم ډېرې ستونزې لري.

د خصوصي روغتونونو ویاند حمیدالله عزیزي وایي، خصوصي روغتونونه حکومت ته ډېرې ماليې ورکولو اندېښمن کړي دي. که دا بهیر همداسې روان وي؛ د روغتیا خصوصي برخه به ډېره زیانمنه کړي.        

دې ټولو اندېښنو ته په سپیدارماڼۍ کې د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ځواب دا دی: د وزیرانو شورا د فرعي کمیتې د روغتیا له برخې سره خبرې کوم، چې ټولې ستونزې، دردونه او خنډونه له مخې لیرې شي.

افغانستان  د اټکل له مخې، شاوخوا ۳۰ میلیون نفوس لري؛ خو  د ناروغیو د درملنې لپاره ایله پېنځه زره بستره لري، چې دې چارې وزارت اندېښمن کړی دی.

خبریاله: الاهه عمري

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …