روسیې په تاجکستان کې د پوځي اډې جوړولو غوښتنه کړې

(Last Updated On: April 19, 2019)

د روسيې ولسمشر د افغانستان پر اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې او له خپل تاجک سیال سره یې په لیدنه کې د سیمې د ټیکاو لپاره په تاجکستان کې د پوځي اډې د جوړولو غوښتنه وکړه.

د روسیې ولسمشر پوتین له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره په لیدنه کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت او پر سیمه یې د اغېزو په اړه خبرې وکړې.

روسي ولسمشر وایي، په نړیوالو ناستو کې باید د افغانستان پر امنیت او سیاسي حالت ډېر تمرکز وشي.

د روسیې ولسشمر ولادمير پوتین وایي؛ د سیمې د حالت په اړه خبرې اترې نه یوازې مونږ اندېښمن کړي یو، بلکې اړینه ده، چې د افغانستان حالت او لدې اړخه رامنځته کیدونکې ننګونې به هم د سیمې امنیت ډېر اغېزمن کړي.

د روسیې د امنیت څانګې رییس الکساندر بورتنیکوف ترهګر د سیمې لپاره او په ځانګړي توګه منځنۍ آسیا ته جدي ګواښ ګڼلی او وایي، چې په عراق او سوریه کې داعش ډېر تلفات ګاللي؛ خو بیا هم داعش، القاعده او نورې ترهګرې ډلې د خپلو ځواکونو د تنظیم په برخه کې یو جدي ګواښ ګڼل کیږي او دا ترهګر له سوریې څخه افغانستان ته راځي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته  جدي ګواښ دي.

باور دا دی، چې روسیه د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو په لټه کې ده او حالات هومره ترینګلي ندي لکه څومره، چې یې روسیه ښیي.

پخوانی پوځي هادی قریشي وایي؛ زه فکر کوم، چې روسیه او غربیان په سیمه کې د خپلو ځانګړیو ګټو د خوندي کولو هڅې کوي؛ خو افغانان او ګاونډ هېوادونه هم خپلې ګټې لري. هر کله، چې د روسیې او امریکا ګټې زیانمنې شي؛ بیا له امنیته خراب پوهاوی رامنځته کوي.         

د روسي ولسمشر دا خبرې په داسې حال کې راپورته کړي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو هڅې پیل شوې دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په حکومت کې د فساد سترې دوسیې څېړل شوې ندي

(Last Updated On: December 10, 2019)د افغانستان رونټیا څار بنسټ څرګنده کړې، چې د پخواني …