روسیه د جمعې پر ورځ د یوې نړیوالې ناستې کوربتوب کوي

(Last Updated On: نوومبر 4, 2018)

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د مسکو په غونډه کې به د افغانستان حکومت او د طالبانو استازي هم برخه ولري.

د فرانسې خبري آژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله په ډاګه کړې؛ افغان ولسمشر او وسلوالو طالبانو منلې، چې یادې غونډې ته به خپل استازي ولیږي.

روسیي چارواکي وايي، مسکو همدارنګه امریکا، هند، چین، ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا د ۵ جمهوریتونو استازیو ته هم د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.  

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه، چې د راتلونکې جمعې پر ورځ د مسکو ناستې ته استازي استوي او کنه؛ څه ندي ویلي.      

About Ariana News

Check Also

حکومت د سولې عالي مشورتي بورد غړي اعلام کړل

(Last Updated On: دسمبر 11, 2018) د افغانستان د ملي امنیت شورا په ډاګه کړې، …