عاجل خبرونه

روسیه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو له دریځ ملاتړ کوي

(Last Updated On: April 01, 2017 7:11 pm)

russia

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی په دې هېواد کې د امریکا او د ناتو د سرتېرو پر حضور نیوکه کوي او په دې اړه د طالبانو له دریځ ننګه کوي.

طالبانو له وړاندې ویلي، چې بهرنیان دې له افغانستان څخه ووځي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمر کابلوف وایي، له شک پرته، چې د طالبانو غوښتنه  د بهرنیو ځواکونو له حضور سره د مخالفت په تړاو د توجیې وړ ده؟ څوک د دې ملاتړ کوي؟ د افغانستان د یوه ګاونډي نوم واخلئ، چې ترې ملاتړ وکړي.

د همدې میلادي میاشتې پر ۱۴په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو غونډه کیږي.

امریکا ویلي، چې په کې ګډون نه کوي او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو هم نه دي ویلي، چې په دې غونډه کې ګډون کوي او که نه؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده  ماریا زخارووا وايي، د افغانستان ټول ګاونډیان او د سیمې مهم هېوادونه به په غونډه کې حضور پیدا کړي؛ کومه غونډه، چې د شخړې د پای لپاره به د لارې نقشه جوړه کړي. د افغانستان په پخلاینه کې امریکا یو مهم لوبغاړی دی؛ نو ګډون یې د سیمې هېوادونو په غونډو کې د سولې له تامین سره مرسته کوي. دا پیغام مرسته کوي، چې وسلوال مخالفین باید دا اړتیا درک کړي او خپل وسلوال مقاومت پای ته ورسوي او د سولې خبرې پیل کړي.

افغان حکومت تر اوسه پرېکړه نه ده کړې، چې په دې غونډه کې به ګډون وکړي او که نه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د مدني ټولنو شبکې رییس عزیز رفیعي وایي، روسیې مخکې له طالبانو سره  اړیکې تائید کړې وې؛ خو ویلي یې ول، چې هڅه کوي طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

مسکو  تېر میلادي کال دوه ځله د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د استازیو د غونډو کوربه و، لومړۍ غونډه یې د کابل په غیاب کې؛ خو دوه یمه یې د کابل په شتون کې تر سره شوه.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …