روسیه له طالبانو ملاتړ کوي- امریکایي جنرال

(Last Updated On: مارچ 25, 2017)

22

یو جګپوړی امریکایي جنرال وایي، چې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي او پر طالبانو یې په دې وروستیو کې خپل نفوذ پراخه کړی دی.

په اروپا کې د امریکایي پوځ قومندان جنرال کورتیس اسکاپروتي ویلي، مسکو په افغانستان کې د طالبانو تجهیز او ملاتړ کوي.

نوموړی زیاتوي، زه په دې وروستیو کې د روسیې له خوا د طالبانو د ملاتړ او تجهیز لیدونکی وم.

د امریکایي ځواکونو پرباور؛ له طالبانو د روسیې د ملاتړ  اصلي دلیل دا دی، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ناتو هڅو ته ګوزار ورکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دې څرګندونو ته توند غبرګون ښکاره کړی او وایي، امریکا غواړي پر دغو خبرو په افغانستان کې خپلې ماتې ته پلمه جوړه کړي.

د نوموړي په وینا؛ دغه خبرې حتا د غبرګون ښودلو وړتیا هم نه لري.

په روسیه کې د سولې په اړه  په جوړیدونکې غونډه کې د پاکستان یو پلاوی هم ګډون وکړي. تر اوسه پرېکړه نه ده شوې، چې دغه پلاوی به په کومې کچه کې وي.

د افغانستان په اړه په روسیې کې کیدونکې غونډه راتلونکې میاشت جوړیږي، چې په کې د افغانستان، هند، پاکستان، ایران، او ځینو نورو هېوادونو استازیو ته بلنه ورکړل شوې ده.

که څه هم طالبان د روسیې ملاتړ ردوي؛ خو وایي، چې له مسکو سره یې پراخ تماسونه نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا دې ناستې ته د روسیې بلنه رد کړې ده.

خبریال: قیام نوري

About Ariana News

Check Also

د افغانستان ملي موزیم ته اتیا کلن لرغونی موتر وسپارل شو

(Last Updated On: دسمبر 17, 2018) د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۶) په یو …