د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین ویلي؛ روسیه په افغانستان کې د حالاتوله خرابیدو اندېښنه لري او باور یې څرگند کړ، چې د دې هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ کې د اسلامي دولت وسلواله ډله فعاله ده.
د روسیې خبري آژانس په ډاگه کړې، چې ولسمشرپوتین پرون [چهارشنبه] په مسکو کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي، چې د روسیې د نړېوالو چارو د شورا په بلنه ورغلی دی.
سرچینې د ولسمشرپوتین په حواله ویلي: مونږ په افغانستان کې له روانو چارو تشویش لرو. هلته د طالبانو او ان د اسلامي دولت په نوم د وسلوالې ډلې د فعالیت زیاتیدل د اندېښنې وړ گڼو.