عاجل خبرونه

روسیه د نورو هېوادونو لپاره پلانونه نه جوړوي- کابلوف

(Last Updated On: جنوري 1, 2017)

vlcsnap-2017-01-01-09h25m51s183

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی د ترکیې له اناتولي خبري آژانس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې روسیه د امریکایانو په شان د نورو هېوادونو لپاره پلانونه نه جوړوي.

ضمیر کابلوف وايي، روسیه د افغانستان د سولې لپاره هم کوم پلان نه لري.

نوموړي په ډاګه کړې، چې روسیه دا ډول بد عادتونه نه لري.

ده همداراز څرګنده کړې؛ هېواد یې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د دې په خاطر پلانونه نه جوړوي، چې له روسیې داسې غوښتنه نه ده شوې.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، سوله باید د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ وشي.

ده زیاته کړې، د دې موخې لپاره باید له نړیوال قانون او د روسیې فدریشن د بهرنۍ پالیسۍ له اصولو سره سم له مسکو څخه رسماً وغوښتل شي.

کابلوف په خپلو خبرو کې ویلي، هېواد یې د افغانستان د شخړې او سولې په اړه تر هغو کنفرانس نه شي دایرولی، چې د افغانستان ښکېلې خواوې ورڅخه ونه غواړي.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …