عاجل خبرونه

راتلونکې اوونۍ یو دولتي پلاوی په دبۍ کې له طالبانو سره خبرې کوي

(Last Updated On: October 29, 2017 6:48 pm)

راتلونکې اوونۍ د افغانستان په استازیتوب یو دولتي پلاوی په دبی کې له طالبانو سره خبرې اترې کوي. که څه هم د خبرو اجندا ښکاره شوې نه ده؛ خو دغه ناسته د روانې جګړې د ریښې موندنې په موخه تر سره کیږي.

یوځل بیا یو افغان پلاوی دبۍ ته ځې، چې د طالبانو له استازیو سره د سولې پر بهیر خبرې اترې وکړي.

د پلاوي غړی سد اکبر اغا په ډاګه کړې، چې تر دې دمه د دبۍ د ناستې اجندا معلومه نه ده؛ خو د جګړې د علتونو پیدا کړل سولې ته رسیدل د دغې غونډې  بنسټیزه موخه ګڼل شوې ده. 

سولې ته د رسیدو لپاره افغانستان شپږ ځله له پاکستان، چین او امریکا سره څلور اړخیزې ناستې ترسره کړي، چې د کارپوهانو په باور پایلې یې نه درلودې.

سیاسي شنونکی میاګل خالد دغه راز ناستو ته د بې پرې او ناپېیلو خلکو پر راټولولو ټینګار کوي او وایي، چې د سولې عالی شورا په هېواد کې د ثبات رامنځته کولو لپاره اړینې هڅې نه دي کړي. د افغانستان دولت باید یوه بله بدیله لار ولټوي او داسې کسان د طالبانو سره خبرو اترو ته غوره کړي، چې له کوم سیاست سره تړاو ونلري او هغوی هم سولې ته ډاډمن کړي.  

د دغې پلاوي په جوړښت کې یو شمېر پېژندل شوي سیاسي څېري شته او د نورو ناستو خلاف د افغانستان خلک هم تمه لري، چې دغه ناسته به پایله ورکړي.

خبریال: علی اصغري

About Ariana News

Check Also

حکومت د باریک آب صنعتي پارک ځمکې صنعت کارانو ته ورکوي

(Last Updated On: September 22, 2018 7:49 pm) د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، ۶۵ …