عاجل خبرونه

راتلونکې اوونۍ په سعودي عربستان کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې سری خبرې کیږي

(Last Updated On: اکتوبر 21, 2016)

vlcsnap-2016-10-21-08h49m49s16

ټاکل شوې، چې راتلونکې اوونۍ په سعودي عربستان کې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې سري خبرې ترسره شي.

د راپورونو له مخې د سولې د خبرو دا درېیم پړاو به د افغانستان د لوړپوړیو چارواکو او په قطر کې د طالبانو د غیر رسمي دفتر د غړیو په ګډون په جده کې رامنځته شي.

له دې وړاندې د سې شنبې په ورځ هم ځینو حکومتي او طالب سرچینو د نوم د نه‌ښودلو په شرط آزادۍ رادیو ته منلې وه، چې د دواړو لوریو تر منځ پټې خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر سره شوې دي.

About Ariana News

Check Also

طالبان دې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي- پمپیو

(Last Updated On: مارچ 19, 2019)د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له طالبانو …