راتلونکې اوونۍ د سولې عالي شورا مشر او د دارالانشاء رییس ټاکل کیږي

(Last Updated On: فبروري 6, 2016)

اد سولي عالِ شورد افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په پام کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني به راتلونکې اوونۍ د دې بنسټ مشر او د دارالانشاء رییس وټاکي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې کوم کسان به دا دنده په غاړه واخلي.

له هغې وروسته، چې صلاح الدین رباني د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو؛ د سولې عالي شورا مرستیال د دې شورا مشري په غاړه واخسته او د دارالانشا ریاست بیا د اوسني دفاع وزارت د سرپرست معصوم ستانکزي په غاړه و.

له څو میاشتو راهیسې د دې شورا د مشرتوب پر سر خبرې روانې دي؛ خو اوس د دې شورا یو تن چارواکی اسماعیل قاسمیار وايي، چې تمه ده راتلونکې اوونۍ به ولسمشر محمد اشرف غني د دې شوار مشر او د دارالانشاء ریس وټاکي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې کوم کسان د دې پوسټ له پاره نوماندان دي؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې سیمه ییزو خبریالانو د شورا مشرۍ ته د پیر سید احمد گیلاني نوم یاد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د سولې خبرو د پیل له پاره خپل نوي شرطونه وړاندې کړي دي.

About Ariana News

Check Also

د امریکا ولسمشر افغانستان او عراق ته د سفر تکل کړی

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په نږدې راتلونکې کې …