عاجل خبرونه

د ۴ جنرالانو په ګډون ۱۵۸ پولیس لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شول

(Last Updated On: February 13, 2018 1:18 pm)

 

د کورنیو چارو وزارت وايي؛ په دې وزارت کې د اداري فساد د ژورو ريښو په اړه د ولسمشر اشرف غني له څرګندونو وروسته د اصلاحي هڅو له مخې ۱۵۸ پولیس د څلور جنرالانو او ۹۰ لوړ رتبه افسرانو په ګډون په بډو، له واک څخه په ناوړه ګټه او د پیسو د حیف او میل په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې د فساد پېنځه سوه څلوېښت دوسیې څېړل شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش ريیس ضیا کوهستاني ویلي، چې دغه وزارت ۱۲۵ دوسیې څېړلي، چې په کې ۴ جنرالان، ۹۰ افسران او ۵۴ ساتنمنان شته، چې په بډو، له واک څخه په ناوړه ګټه او د پیسو د حیف او میل په تور تورن شوي دي.

د دغه وزارت ویاند هم وايي، چې په کورنیو چارو وزارت کې له اداري فساد سره رښتینې مبارزه پیل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، مونږ د فساد په وړاندې د مبارزې یو داسې سیستم تر لاس لاندې لرو، چې ورو ورو به د دغه بنسټ په ټولو اړوند ادارو کې پلی شي.

له دې مخکې هم له فساد سره د مبارزې ځانګړي عدلي او قضايي مرکز یو شمېر پولیس افسران او جنرالان د اداري فساد په تور زندان ته اچولي او د دغه وزارت د کوپراتیفونو رییس یې د ۱۰۰ میلیون افغانیو د غلا په تور نیولی و.

خبریاله: لیدا نیازۍ

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …