د ۲۴ ولایتونو بزگرو ته ۲۳۶ ټنه د زعفرانو پیاز وېشل شوي- راشد

(Last Updated On: فبروري 16, 2016)

vlcsnap-2016-02-16-10h27m21s248د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینڅرگندوِ؛ که څه هم د روان کال د زعفران محصولاتو ټول ارقام نه دي راټول شوي، خو وايي، چې تېر کال یې د محصولاتو د زیاتوالي په برخه کې د هېواد له ۲۴ ولایتونو څخه ۲۰۰ بزگر روزلي دي.

دوی وایي، د اړوند ولایتونو ټولو بزگرو ته ۲۳۶ ټنه د زعفرانو پیاز هم ورکړ شوی دی.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد وایي، د هېواد په نږدې ۹۰۰ جریبه ځمکه کې د زعفرانو کښت شوی او په دې هڅه کې دي، چې نور هم د کښت کچه لوړه او په نړیوالو بازارونو کې یې د حرڅلاو زمینه برابره شي.

ښاغلی راشد زیاتوي، د سږني کال کرنه ډېره ښه وه، چې تېره میاشت یې د تولید پروسس پای ته رسیدلی.

د ده په وینا؛ تېر کال له ۴۰۰۰ کیلو گرامو ډېر زعفران راټول شوي او سږ کال به یې کچه نوره هم لوړه شي.

د راشد په وینا؛ په ۲۰۱۵ کال کې افغانستان د درېیم ځل له پاره د ښه خوند لرونکیو زعفرانو د لرلو نوم خپل کړ.

هغه وایي، په نړیوالو او کورنیو نندارتونونو کې د افغانستان زعفران نندارې ته وړاندې شوي او د ښه بازار موندني هڅې مو هم چټـکي کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په جنوب غرب کې د زعفرانو په محصولاتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی؛ خو سوداگر یې د بازار له نه شتون سر ټکوي.

خبریال : اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …