عاجل خبرونه

د ۲۳ پراختیایي پروژو تړونونه له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شوي

(Last Updated On: اکتوبر 29, 2016)

vlcsnap-2016-10-29-17h54m07s124

په ۱۳ ولایتونو کې ۲۳ پراختیایي پروژې، چې ارزښت یې څه باندې پېنځه سوه میلیون افغانۍ کیږي؛ د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر یې تړونونه له څو خصوصي شرکتونو سره لاسیلک کړل.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وایي، په دې کې درې د اوبو رسولو او شل نورې د سړک جوړولو پراختیایي پروژې دي، چې ۵۰۳ میلیون و ۸۰۰ زره افغانیو پر ارزښت جوړیږي.

درانی زیاتوي؛ د وزارت عواید له ۹ میلیون څخه ۴۵ میلیون ته زیات شوي، چې دلیل یې له خصوصي شرکتونو سره په تړنونو کې د روڼتیا  شتون دی.

د کلیو د بیا رغانې او پراختیا وزیر وایي؛ د ولسي تړون د پروګرام لومړني کارونه، چې په کلیوالي سیمو کې د کارکوونکیو ګمارنه ده، پیل شوي او د کال تر پایه به دغه پړاو بشپړ شي.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …