عاجل خبرونه

د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې طالبانو په پوځي موخو کې ماشومان کارولي

(Last Updated On: فبروري 18, 2016)

vlcsnap-2016-02-18-10h14m59s130د بشري حقونو د څار بنسټ، چې مرکز یې په نیویارک کې دى ادعا کوي؛ د ۲۰۱۵  کال په وروستیو کې طالبانو د پخوا په پرتله له ماشومانو څخه په پوځي موخو کې ډېر کار اخیستی.

 دغه بنسټ وايي، طالبانو مړی دغو ماشومانو ته روزنه ورکوي او بیا له هغوی  څخه د ماینونو په جوړولو او پر لارو او سړکونو د ماینونوځای پرځای کولو په چارو کې کار اخلي.

د بشري حقونو د څار بنسټ دغه تازه راپور دهغو ۱۳ماشومانو له خپلوانو سره د مرکو پر بنسټ جوړشوی، چې په وينا یې طالبانو خپلو لیکو ته جذب کړيوه.

دوى وايي، د دغو ماشومانو د ژغورلو له پاره ځینو قومي مشرانو هم هڅې کړې دي.

د دغو ماشومانو له ډلې څو تنه یې د تخار، کندز او بدخشان اوسیدونکي دي او عمرونه يې دیارلس کاله او یا ترې لږ ښودل شوي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ ادعا لري؛ طالبانو د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې له دیني مدرسو څخه د جگړې له پاره د هغو ماشومانو په روزلو کې کار اخيستی، چې عمرونه يې د ۱۳او۱۷ کلونو ترمنځ دي او له دغې ډلې زیاترو په جگړه کې هم برخه اخستېده.

په راپور کې راغلي، چې په کندز کېر وزل شوي ماشومان شمالي وزیرستان ته هم استول شوي دي.

طالبانو دا راپور ردکړى دى.

.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …