عاجل خبرونه

د ۱۳۹۴مالي کال بودجه د ولسي جرګې له خوا تصویب شوه

(Last Updated On: January 28, 2015 7:42 pm)

BUDJET

د ۱۳۹۴ مالي کال ټولیزه بودجه ۴۳۶ میلیارد او ۱۷۲ میلونه افغانی کیږي چې د ولسی جرګي له خوا په اختلا في مواردو چې تشکیلونه يي له ملي شورا څخه نه دي پاس شوي رای ګیري وشوه.

ولسي جرګې د دغو بنسټونو بود جه منظور کړه؛ خو د تشکیلاتو تر پاس کیدو پورې یې د بودجې اجرا ځنډولې ده.

د ۱۳۹۴ مالي کال د بودجې طرحه یو ځل ولسي جرګې رد کړه؛ خو د روانې میاشتې په لومړیو کې مالیې وزارت له یو لړ بدلونونو وروسته د دوهم ځل لپاره ولسي جرګې ته د تصویب لپاره واستوله.

د ۱۳۹۴ مالي کال بودجه څلور سوه شپږدیرش میلیارد او یوسلو دوه اویا میلیونه افغانۍ کیږي، چې ۲۸۳ میلیارد یې عادي او یو سلو دوه پنځوس میلیارد یې پراختیایي ده.

په ورته وخت کې ولسي جرګې د پخواني ولسمشر هغه فرمان رد کړ چې ځینو وزیرانو او لوړپوړو چارواکو یې په بنسټ امتیازونه اخیستل.

د اجراییه ریاست او د ولسمشر د اقتصادي سلاکار د دفتر لپاره بودجه تایید شوه؛ خو تر هغو به د اجرا وړ نه وي څو پورې یې چې تشکیلات د ولسي جرګې له خوا نه وي پاس شوي.

میرخان یار د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې د کمیسیون رییس:

دغه دوه واحدونه چې نوي رامنځ ته سوې تر هغو چې خپلو تشکیلونه له ولسي جرګې څخه نوي پاس مونږه باید په دې د دي واخدونو د بود جې دا جرا لپآره باید راګیری وکړو.

 

هر کال د دولت د پراختیایي بودجې یوه زیاته برخه پرته له دې چې مصرف شي، پاتې کیږي، وبه لیدل شي چې د ۱۳۹۴ مالي کال پراختیایي بودجه به تر کومه بریده مصرف شي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …