د ۱۳۹۳ ټاکنې د نړۍ په تاریخ کی تر ټولو بدنامه ټاکنې وې

(Last Updated On: اپریل 5, 2015)

vlcsnap-2015-04-05-15h55m21s92

د افغانستان د ۱۳۹۳ کال ولسمشرې ټاکنې د نړۍ په سیاسي تاریخ کې تر ټولو ناکامې او بدنامې ټاکې وې.

د ټاکنو یو شمیر پوهان او د ولسي جرګې غړي د ولسمشرۍ ټاکنو د دریم دور په لومړڼۍ کلیزه کې وویل، دغه ټاکنی د نړی په تاریخ کی د بدنامۍ یوه نښه وه.

د دوی په باور د تېرو ټاکنو پایله نیمګړې کابینه او د ټاکنیزو اصلاحاتو ناندرۍ دي چی اوس هم دوام لری.

د ۱۳۹۴ کال د وری شپاړسمه د هیواد د ولسمشری د دریم پړاو ټاکنو له کلیزې سره سمه ده.

د ټاکنو په لومړي پړاو کی څوک ګټونکی نشو، او دوهم پړاو ټاکنې د غویي په ۲۴ تر سره شوې؛ خو دا ټاکنې له ناندریو سره مخ شوې چی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم پکې ورګډ شو او ټولې رایې تفتیش ته لاړې چی په پایله کی یی د ملی یوالی حکومت رامنځ شو.

د ولسي جرګې غړې رمضان بشردوست:

د تېر 1393 کال ټاکنې له چل او درغلیو او د خلکو په سترګو کې له خاورو شیندلو څخه ډکې وې. د نړۍ په تاریخ کې لومړنۍ ټاکنې وې چې هغه څوک چې د ولسمشر په توګه اعلانیږي؛ خو هیڅ رایه ورکوونکی په دې نه پوهیږي چې ولسمشر څو رایې ګټلي.

له ډیرو ناندریو او سل په سلو کی د رایو تفتتیش چی د جان کری په منځګړیتوب پری توافق وشو،خو ټاکنیزو نادریو پای و نه موند او لفظی شخړو دوام درلود ترڅو د حامد کرزی او یوشمیر جهادی مشرانو په منځګړیتوب د ملي یوالي د حکومت توافقنامه جوړه او امضا شوه. د دغی توافقنامی مهم موارد دوهم کاندید د اجراییه رییس په ټوګه ټاکل کیدل، له دوو کلونو وروسته د لویې جرګې رابلل، د اساسی قانو تعدیل او د تاکنیزو اصلاحاتود کمیسیون جوړیدل وو.

د ولسمشر د لوړي مراسم د تلي په ۷ ترسره شول او وروسته له هغه ولسمشر د اجرایی رییس او د هغه د مرستیالانو فرمان امضا کړ چی هغو هم د لوړې مراسم ترسره کړل چی وروسته له څو ورځو یی خپل کارونه په رسمی توګه پیل کړل.

vlcsnap-2015-04-05-15h55m46s92

د چارو پوهان په دی باور دی چی دغه ټاکنیزی ناندرۍ چې د نړۍ تر ټولو په اوږدو ټاکنو مشهورې شوې حل نشوې او بدې پایلې یې اوس هم دوام لري.

د افغانستان د ټاکنو د څار د موسسی رییس جانداد سپین غر:

یوه بشپړه کابینه نه لرو، د سمونونو د کمیسیون په اړه هم ګورو چې همدا اوس سخت اختلافات موجود دي؛ پارلمان هم نه شي کولای چې د کمیسیونونو د جوړښت او اختیارونو قانون تصدیق کړي؛ ځګه چې په حکومت کې له دوو اندونو څخه اغیزمن دي، ټول والیان هم سرپرست دي.

د ټاکنیر نظام اصلاح،د ملي یوالي د حکومت د جوړیدو د توافقنامې اصلی جز و، دا چې اوس د ټاکنیز نظام د اصلاح کمیسیون جوړ شوی؛ د ټاکنوکارپوهان وایی د دواړو رهبرانو نه همغږی د دی لامل شوی چی دوی خپل کارنوه پیل نکړی.

د چارو پوهان وایی که چیری ټاکنیز نظام اصلاح نشی نو خلک به بیا په ټاکنو کې ګډون ونکړي.

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …