د یو شمېر پروژو کار د امنیتي ستونزو له کبله دریدلی دی

(Last Updated On: July 28, 2015 7:01 pm)

vlcsnap-2015-07-28-18h41m20s17

د کابل د دریایي حوزې یا د افغانستان د مرکزي حوزې عمومي رییس عبدالمعروف مسیر وايي چې په هیواد کې د نا امنیو له زیاتیدو سره د دوی د رغونې چارې هم ټکنی شوي دي.

د هغه په وینا په مرکزي حوزه کې د رغونې ځيني پروژې په ټپه دریدلي د .

نا امني د پروژو د کار د دریدلو لامل دی او دا کار زمونږ اندیښنه یې راپارولې ده؛ ځکه د ډیرو لویو پروژو کار دریدلی دی او باید دې ته پاملرنه وشي.

د ه وویل چې د نا امنیو سر بیره یو شمیر زورواکي هم د اوبو او انرژۍ وزارت د پروژو چارې ځنډوي:

د هغو پروژو له ډلې چې کار یې ځنډیدلی د لوګر د خروار د اوبو د ذخیرې پروژه ده چې اوولس میلیونه متره مکعبه اوبه ذخیره کوي.

دغه راز د پکتیا د مچلغو او د د شاه او عرس د پروژو چارې هم ځنډیدلي دي.

vlcsnap-2015-07-28-18h41m38s194

د لوګر د فرعي سیندیزې حوزې رییسه – زهره مطهره احمدزی:

موږ یوه لویه پروژه لرو د خروار په نوم چې ۱۷ میلیونه متر مکعبه اوبه ذخیره کوي او ۱۳ زره کورنۍ کولای شي له دې نه ګټه تر لاسه کړي او کرنیزو ځمکو ته هم اوبه ورکولای شي . د دې پروژې ۸۰ سلنه کار د داوود خان د واکمنۍ په وخت کې تر سره شوې وه او نور کار یې پاتې ده.”

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هرات د سلما بند د جوړولو چارې د هندي کمپنۍ لخوا بشپړې شوې او په دغه بند کې د اوبو راټولول پیل شول.

خبریال: نبیله حفیظي

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …