د کیوبا کمونست مشر د ۹۰ کلنۍ په عمر ومړ

(Last Updated On: نوومبر 27, 2016)

202601_745

د فیدل کاسترو ورور او د کیوبا اوسني ولسمشر رایول کاسترو د خپل ورور مړینه تائید کړې ده.

کاسترو خپل ورور ته د واک لیږد له ۲۰۰۶ کال راهیسې پیل او په ۲۰۰۸ کال یې بشپړ کړ او په هېواد کې یې یو ګوندي سیستم چلولی و.

فیدِل الخاندرو کاسترو روث د ۱۹۲۶ کال د اګست په  ۱۳ زېږیدلي او د کیوبا د انقلاب پر رهبرۍ سربېره یې له ۱۹۵۹ څخه تر ۱۹۷۶ کاله پورې د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه دنده تر سره کړې او بیا تر ۲۰۰۸ پورې د کمونستي نطام ولسمشر پاتې شوی و.

نوموړی په ځوانۍ کې د سیاسي فساد په وړاندې د مبارزې له یوې ډلې سره مبارزه پیل کړه او په ۱۹۴۷ کال کې یې د کیوبا د خلکو ګوند غړیتوب ورپه برخه شو، چې په ارتودکس ګوند هم یادیده.

هغه وروسته د دې ګوند کیڼ اړخی رهبر شو او په همدې کال د دومنیکن د نظام  په وړاندې د یوې وسلوالې ډلې غړی شو؛ خو دا ډله بریالۍ نشوه، چې له کیوبا ووځي.

هغه په ۱۹۵۹ کال کې بریالی شو، چې د فالګنسیو باتیستا نظام ړنګ او د کیوبا حکومت ونیسي.

کاسترو د معاصرې نړۍ له خبرو ډک انسان و او بېلابېل نړیوال مډالونه یې تر لاسه کړي دي.

د نوموړي پلویان هغه د سوسیالیزم د نړۍ اتل بولي، چې د امریکا په وړاندې یې د کیوبا خپلواکي وساتله.

کاسترو په لاتینه امریکا کې د کمونستي انقلاب یوه په پښو ولاړه بېلګه وه. د نوموړي په مشرتابه کې  د دغه هېواد  صنایع او تجارت ملي شوې او سوسیالستي اصلاحاتو ټوله کیوبا ونیوله.

د کیوبا کمونیست ګوند له ۱۹۶۵ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د ده په مشرتابه رهبري شوی دی.

څو میاشتې وړاندې بارک اوباما لومړنی امریکایي مشر شو ، چې له ۹۰ کلونو وروسته یې کیوبا ته سفر وکړ.

اوباما له کیوبایانو وغوښتل، چې د امریکا او دې هېواد ترمنځ د شخړو تاریخ هیر کړي او د دواړو هېوادونو د نوي پېر د دیپلواتیکو او اقتصادي اړیکو لوري ته روان شي.

قیدل کاسترو د کمونیست ګوند اوومې کنګرې ته خپله  وروستۍ وینا واوروله او په ډاګه یې کړه، چې د کیوبا خلک به بریالي کیږي.

فیدل کاسترو د ۲۰۱۶ کال د نوامبر په ۲۶ ومړ؛ خو  خپله غوره او شاهانه اوسیدلی دی.

د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ، د کيوبا د انقلاب مشر فیدل کاسترو يو “ظالم ديکتاتور” بللی، چې د ده په وينا لسګونه کلونه يې خپل خلک “ځپلي” وه.

ترمپ زياته کړې، د کيوبا پخواني مشر “بېوزلي” په ميراث پریښودلې او د خپل هېواد خلک يې له “لومړنيو بشري حقونو محروم” کړي وه.

د یادونې وده، چې د کیوبا ولسمشرۍ ته نوې ټاکنې په ۲۰۱۸ کال کې تر سره کیږي او د کمونست ګوند مشري به رایول کاسترو تر سره کوي، چې واک و ځواک به یې له ولسمشره لږ نه وي.  

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …