عاجل خبرونه

د کورنیو تولیداتو په وړداندې ماليي وزارت ستونزې جوړکړي

(Last Updated On: مارچ 31, 2016)

vlcsnap-2016-03-31-12h25m44s251

د افغانستان د صنعتکارانو سرتاسري ټولنه وايي، چي د کورنیو تولیداتو د ملاتړاو پراختیا مسوولیت ترډېره د ماليي وزارت په غاړه دی. دغه وزارت باید د هغو اجناسو پر واردولو مالیه لوړه کړي، چې په کور دننه تولیدیږي.

دوی وايي، د کورنیو تولیداتو په وړداندې ټولې ستونزې  ماليې وزارت جوړکړي دي.

 دغه صنعتکاران وايي، که د وحدت ملي حکومت د دوی ستونزۍ حل نه کړي، ښايي ګاونډ هېوادونو ته صنعتکاران خپله پانګه وباسي.

د صنعتکارانو ملي ټولنې مرستیال عبد الجبار ساپی وایي، ماليي وزارت مو نه یوازې ملاتړ نه کوي، بلکې بېلا بېلې ستونزې راته رامنځته کوي. په دا سې حال کې، چي ګاونډ هېوادونه له افغانستان څخه د پانګې ایستلو ته هڅې کوي.

د سوداګرۍ اوصنایعو خوني مرستیال هم وايي، چي اوس د پانګوالو او دولت ترمنځ  فاصله ډېره شوې او که يي په وخت د سوداګرو ستونزي حل نه کړي؛ نو ښايي له اقتصادي پلوه به مو ستونزي نورې هم زیاتي شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، د ملي وحدت حکومت باید د پانګوالو ستونزي حل کړي. که دا سې ونه شي؛ نو په هېواد کې به د پانګونې بهیر نور هم خراب او ستونزه به جوړې شي. ګاونډ هېوادونه په دې هڅه کي دي، چې د افغانانو پانګه خپلو هېوادونو ته جذ ب کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستیال وايي؛ حکومت په لومړیو کي له سوداګرو او پانګوالو سره ډېرې ژمني وکړي، چي نه عملی نه شوې او نه یې هم چا پوښتنه وکړه. برعکس د سوداګرو په وړاندي ستونزې زیاتې شوې.

مالیې وزارت تر دې دمه د اړوند ستونزې په اړه څه نه دي ویلي.

خبریال:  اسلم حجاب.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …