عاجل خبرونه

د کندوز ښار په شاوخوا او ۶ ولسوالیو کې ټوله شپه جګړه روانه وه

(Last Updated On: April 16, 2016)

vlcsnap-2016-04-16-10h32m36s170

د راپورونو له مخې؛ تېره  شپه تر سهاره د کندز ولایت په بېلابېلو سیمو کې سخته جګړه روانه وه .

وسلوالو طالبانو پرون سهار د کندز ښار او ولسوالیو د نیولو له پاره هممهاله بریدونه پیل کړل؛خو افغان امنیتي ځواکونو لږ ترلږه د ښار په شاوخوا کې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیوله.

د کندوز امنیه قومندان محمد قسیم جنګل باغ رویترز خبري آژانس ته تېره شپه ناوخته وویل؛سخته جګړه روانه ده، خو طالبان د کومې سیمې په نیولو بریالي شوي نه دي او مونږ پسې اخیستي دي.

چارواکي وايي، چې له ۵۰ تر ۶۰ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د طالبانو له سږنو هڅو ښکاري،چې غواړي په شمال کې کندز او په جنوب کې هلمند ولایتونه ونیسي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

اته سوه یوویشت بهرنیانو په افغانستان کې د پناه غوښتنه کړې

(Last Updated On: October 19, 2019)د کډوالو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د تاجکستان، …