د کندوز پر روغتون برید کوونکي امریکایي سرتېري له دسپلینه سرغړوونکي پېژندل شوي

(Last Updated On: March 18, 2016 10:25 am)

vlcsnap-2016-03-18-10h18m41s200د امريکا دفاع وزارت په کندوز ښار کې د بې پولې داکترانو پر روغتون د بمباردپر لامل له دولس ډېرو سرتېرو ته له دسپلين څخه د سرغړاوي سزا ورکړې؛ خو دوى يې مجرم نه دي پېژندلي.

شاوخوا شپږ مياشتې مخکې وروسته له هغې، چې وسلوالو طالبانو د کندوز ښار ونيوه، امريکايي ځواکونو په دغه ښار کې د بې پولې داکترانو پر روغتون بمبارد وکړ، چې په کې د داکترانو، نرسانو، پايوازانو او ناروغانو په ګډون دوه څلویښت تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان دي.

امريکايي رسنيو خبر ورکړ، چې دفاع وزارت له دې مخکې يو شمېر کسان له دندې ګوښه کړي وه؛ خو اوس يې دولس نورو سرتېرو ته له دسپلين څخه د سرغړونې سزا ورکړې ده.

د يادونې وړده، چې له دې پېښې وروسته د امريکا ولسمشر بارک اوباما له بې پولې داکترانو بښنه غوښتې وه او د دې پېښې د کره څېړنو ژمنه يې کړې وه.

د بې پولې داکترانو ټولنې څوځلې د يادې پېښې د بې پرې او نړيوالو پلټنو غوښتنې کړې دي.

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …