د کندوز ولایت قلعه ذال ولسوالي بیا دولتي ځواکونو ونیوله

(Last Updated On: سپتمبر 5, 2016)

Kunduz

کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛ په هغو عملیاتو کې، چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ د نیولو په موخه تېره ورځ پیل کړي وه؛ نن سهار بریالي شول، چې دغه ولسوالي په بشپړه توګه له طالبانو  پاکه او ونیسي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې عملیاتو کې طالبانوته درانده زیانونه اوښتي دي.

د دغه وزارت په خبر پاڼه کې راغلي؛ امنیتي ځواکونه به طالبانو ته اجازه ورنه کړي، چې ان د هېواد په یوه برخه کې هم خپل واک وچلوي.

د کندوز والي اسدالله عمر خېل وایي، په دې ولایت کې تېره ورځ د تندر ۱۵ عملیات پیل شوي دي او امنیتي ځواکونه بریالي شوي، چې د ولسوالۍ وداني او امنیه قومنداني له وسلوالو طالبانو ونیسي؛ خو په بازار او اړوند سیمو کې یې له وسلوالو مخالفینو سره سخته جګړه روانه ساتلې ده.

هغه وایي، چې د دې ولسوالۍ له بشړې نیولو وروسته به نورو ناامنه ولسوالیو ته پراخه شي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړی توریالی کاکړ په قلعه ذال ولسوالۍ کې پر پیل شویو عملیاتو نیوکه کوي او وایي، چې له خنډ او ځنډ سره روان ساتل شوي دي.

د ولایتي شورا بل غړی امرالدین ولي وایي، په سلګونه کورنۍ له دې ولسوالۍ بې ځایه شوي او اړ دي، چې خپلو کورونو ته راستانه شي.

دغه ولسوالي له تېرو دوه میاشتو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې وه.

About Ariana News

Check Also

د امریکا ولسمشر افغانستان او عراق ته د سفر تکل کړی

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په نږدې راتلونکې کې …