عاجل خبرونه

د کندوز د امنيې قوماندان: نظاميان هڅه کوي چې ټول کندوز تر خپلې ولکې لاندې راولي

(Last Updated On: October 3, 2015)

په کندوز ښار كې كور په كور تلاشي دوام لري. د کندوز پوليس وايي د ښار ډېرې سيمې نيول شوې او وسله وال په شا شوي دي. چارواكي زياتوي د شنبې په ورځ په عملياتو كې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

دکندوز د پوليسو مسولين وايي په ښار كې د كور په كور تلاشۍ پرمهال تراوسه شپږ تنه نيول شوي چې په كورونو كې پټ شوي وو، د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند وايي چې په دې عملياتو كې شپيته تنه وژل شوي دي. هغه وايي د بې سرحده ډاكټرانو په روغتون په هوايي بريد كې د ملكي خلكو په شمول څو روغتيايي كارکوونکي هم وژل شوي دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سرور حسيني وايي:

«هغه نظامي ځواکونه چې په ښار کې ځای په ځای شوي، ښه پرمختګ کوي، ټول نظاميان په ښار کې د ننه دي، نظاميان هڅه کوي چې ټول کندوز تر خپلې ولکې لاندې راولي.»

كه څه هم چې کندوز له درې ورځو وروسته د طالبانو له واكه ايستل شوى، خو تراوسه هم د دغه ښار په بېلابېلو سيمو كې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښتې دوام لري او امنيتي ځواكونه هڅه كوي چې ښار په بشپړه توګه تصفيه كړي.

 

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

کانتیجین – هغه فلم، چې کروناویروس ته د ورته ناروغۍ وړاندویېنه یې کړې

(Last Updated On: March 30, 2020)د کرونا ویروس وېرې د فلمونو مینوال هڅولي، چې قرنطین …